دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۴۲
د مطلب کود : 206524
کندهاروالي حیات الله حیات د دوهم ځل لپاره د کندهار د یو شمیر سوداګریزو خونو له مسؤلینو سره په کندهار سوداګری خونه کي وکتل، چي پر مهال یې یو شمیر ملي سوداګرو هم ګډون کړی وو. د غونډي په پیل کي کندهاروالي حیات الله حیات وویل، کرونا ویروس په ډيري چټکۍ سره په نړۍ او سیمه کي د خپریدو په حال کي دی، چي ورسره سم د سوداګریزو توکو د بیو لوړیدو انديښننه هم زیاته سوې ده، ولي دا مهال د کندهار ښاروالۍ د ګډو کميتو له لاري هڅي رواني دي، چي په بازار کي د احتکار مخه ونیول سي او ټول خوراکي توکي د تیر په شان په بازار کي په فروش ورسیږي او د نرخونو په کنټرول کي یې د کندهار د ټولو سوداګرو همکاري ډیره اړینه وبلل.
 
ښاغلي حیات زیاته کړه، کوم سوداګریز توکي، چي په چمن کي بند پاته دي د هغو د خوشي کیدو لپاره هم په مرکزي کچه هڅي رواني دي او په یاده برخه کي پاکستان ژمنه کړې، چي نژدې وختونو کي به دغه سوداګریزو توکو ته د واردیدو اجازه ورکړي.
کندهاروالي له ټولو سوداګرو وغوښتل، چي موږ باید تر راتلوونکو شپږو میاشتو پوري د خپلو اړتیاو، موجوده ذخایرو او غوښتنو واضع پلان جوړ او موجود کړو، تر څو هر څه ته مخکي له مخکي چمتوالي ولرو.
کندهاروالي وویل، په کندهار کي هر سوداګر که د کرهڼي، په ځانګړي ډول د غنمو، غوړیو او پمبې تولید او یا نورو برخو کي پانګوني ته لیوالتیا لري، نو جمهوررئیس ژمنه کړې، چي بشپړي اسانتیاوي ورته موجودي دي او دوي کولاي سي خپلي طرحي د ولایتي اداري له طریقه د جمهور رئيس سره شریکي کړي.
همدارنګه کندهاروالي له سوداګرو وغوښتل، چي د انارو، انګورو او ټولو پیداوارو او کندهار کي د ټولو اساسي میوه جاتو د حاصلاتو کچي په اړه دقیق ارقام معلوم کړي، تر څو موږ په ملي او نړیواله کچه د بازارموندني او اړتیا د درک لپاره واضع تصویر ولرو.
کندهاروالي سوداګرو ته د جمهور رئیس هغه ډاډ هم شریک کړ، چي ګمرکات به ۲۴ ساعته د صادراتو او وارداتو پر مخ خلاص وي او دوي کولاي سي په ډيره اسانۍ سره خپل توکي محصول او خپل تجارت پیاوړي کړي او همدارنګه يې وویل، چي جمهوررئیس د صنعتي پارکونو ستونزو حلیدو ته جدي هڅي کوي او نژدې وختونو کي به د صنعتي پارکونو د تصفیې هئیت هم راسي، تر څو د صنعتي پارکونو په پیاوړتیا کي پراخي هڅي ترسره سي.
وروسته صنعت او معدنونو خوني مرستیال نعمت الله نعمت وویل، دوی عملاّ په صنعتي ښارګوتي کي دواپاشي پیل کړې او د اړتیا پر مهال به دغه کړنه نورو ځایونو کي هم ترسره کړي او همدارنګه نه یوازي د خصوصي سکتور سره همږغۍ لپاره نوي طرحي باندي کار کوي، تر څنګ يې د لومړیتوبونو له مخي نورو برخو کي همکاري کولو ته چمتو دي.
په غونډه کي ملي سوداګر حاجي صدیق مهمند وویل، چي سوداګرو په ګډه سوداګرۍ خونه کي د زرو کورنیو لپاره خوراکي توکي او ترڅنګ یې نغدي مرستي چمتو کړي او ولایتي ادارې سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.
په غونډه کي د صنایع او معدنونو خوني رئیس سعدالدین سعید وویل، د تازه او وچي میوې لپاره یې پر نوي طرحه کار پیل کړي او د ځینو سوداګرو سره د یخي خوني پر جوړیدو او نورو اړینو برخو لیدني ترسره کړي، تر څو د کندهار د کرهڼیزي او صنعتي ودي لپاره لازمي هڅي سوي وي.
https://avapress.com/vdcewp8wejh87ni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته