کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حیات: په کندهار کي د کرونا د ويروس د مخنیوي لپاه جدي هلي ځلي رواني دي

11 حمل 1399 ساعت 17:43

د کرونا ویروس مخنیوي په موخه ولایت مقام د عامي روغتیا ریاست په مشري تخنیکي او د عامه پوهاوي کميټې جوړي کړې
په همدې موخه د کندهاروالي حیات الله حیات په مشري په ولایت مقام کي د دولتي او خصوصي سکتور روغتیايي پرسونل سره غونډه جوړه سوې وه، چي پر مهال یې ملي سوداګر حاجي صدیق مهمند هم حضور درلود او د کندهار والي له لوري د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه یوه تخنیکي او بله د عامه پوهاوي کمیټې جوړي سوې.


 
په غونډه کي کندهار والي حیات الله حیات وویل، د کرونا ویروس خطر ورځ تر بلي په پراخیدو دي او د جمهوررئیس په هدایت موږ هڅه کوو، کندهار کي د کرونا مخنیوي په موخه هر اړخیزي هڅي تر سره کړو، چي په یاده برخه کي د ولس همکاري ډیره اړینه ده.
ښاغلي حیات د دواړو کمیټو غړو ته وویل، چي دوی باید تر سبا پوري په تخنیکي او عامه پوهاوي برخه کي د ښار او ولسوالیو په کچه شپږ میاشتنی پلان راکړي، تر څو یاد پلان له مرکز سره شریک او د تطبیق په موخه يې ګډ امکانات او هڅي په لاره واچوو.
کندهاروالي د کرونا مخنیوي په برخه کي عامه پوهاوي اړین وباله او د روغتیاپالانو يې وغوښتل، چي په خپلو هڅو او د رسنیو په همکاري خلک وهڅوي، چي خپلي شخصي حفظ الصحې او وقايوي تدابیرو ته جدي پاملرنه وکړي.
هغه کمېټو ته لارښوونه وکړه، چي د اضطراري حالاتو لپاره باید ټول دولتي او خصوصي روغتونونه، ښوونځي، پوهنتونونه او نور اړین ځایونه وکتل سي او لازمي اړتیاوي يې وسنجول سي، تر څو د اړتیا پر مهال هر ډول شرایطو ته چمتووالي ولرو او همدارنګه يې د تدفین لپاره هم باید پلان موجود وي.
په غونډه کي د عامي روغتیا رئیس وویل، دوي پر پلانونو کار کوي او تر سبا پوري به يې ولایت مقام ته تسلیم کړي او همدارنګه نورو ګډونوالو د ښار قرنطبین د دې وژونکي ناروغۍ په وړاندي ښه اقدام وباله او د قرنطین لپاره يې د لازمي طرحي شتون اړین وبلي او په ورته وخت کي خصوصي سکتور هم د هر ډول شرایطو پر مهال د هر اړخیزو همکاریو ډاډ وړاندي کړ.
په غونډه کي نورو کډونوالو هم د موضوع اړوند خپل نظریات شریک او د هر ډول همکارۍ ډاډ يې وړاندي کړ.


د مطلب کود: 206525

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/206525/حیات-په-کندهار-کي-د-کرونا-ويروس-مخنیوي-لپاه-جدي-هلي-ځلي-رواني-دي

آوا
  https://www.avapress.com