دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۱
د مطلب کود : 206549
بامیان کې یو نجلۍ د خپل مین لخوا وژل شوې
بامیان ولایت کې د ابراهیم همتا په نوم ځوان هغه نجلۍ وژلې دې ورسره مينه درلوده.
تېره  ورځ ( دوشنبه وري ۱۱ ) د  بامیان ولایت مرکز دشت عیسی سیمه کې د ابراهیم په نوم ځوان هغه پېغله وژلې چې ویل کېږي دې ورسره مینه درلوده.
صفورا ایلخاني د بامیان ولایت د ولسي جرګې پخوانۍ غړې خامه پړس ته وویل چې دغه نجلۍ صابره نومېده، او د  بامیان ولایت د د زدکرې کتابتون مسؤله وه، چې د خپل د ماما زوی لخوا وژل شوې ده.
د نوموړې  په خبره ابراهیم نومي له صابرې سره چې د عمه لوړ یې کېده، مینه درلوده، خو نجلې ابراهیم سره مینه نه کوله، ځکه خو یې وژلې ده.
ابراهیم د خپلې معشوقې تر وژل کېدو وروسته د خپل ځان وژنې هڅه هم کړې، چې دا مهال د بامیان ولایتي روغتون کې د درملنې لاندې دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcba0b59rhbgsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته