فرانس خبري اژانس وايي، یو پاتریوت سیستم هم د عراق د کوردستان مرکز اربیل کې اډې ته لېږل شوی او بل سیستم هم له کویت عراق ته لېږدول کېږي.
د امریکا متحده ایالتونو د مرکزي قومندانۍ یا سنټکام مشر جنرال کنټ فرانک مکنزي نږدې دوه اونۍ مخکې تایید کړه چې هېواد یې په عراق کې د بالستیک توغندیو ضد ډال لګوي.
هغه د امریکا د ولسي جرګې د وسلوالو ځواکونو جرګه ګۍ ښکاره غونډه کې وویل: "موږ عراق ته د بالستیک توغندیو ضد سیستم وړو، چې د ایران له بریدنو خوندي شو".
جنرال مکنزي دا هم وویل، چې د ایران اصلي موخه له سیمې په تېره له عراق د امریکا وتل دي او دې برخه کې د ډېر قدرت ښودلو لپاره د کتایب حزب الله په څېر شیعه وسلوالې ډلې لري.
هغه دا ټینګار هم وکړ چې د قاسم سلیماني وژلو پسې امریکا سیمې ته د ډېرو ځواکونو استولو او د ایران مقابل کې د محسوس پوځي شتون سره یو ډول "تقریبي مخنیوونکی" قدرت را منځ ته کړی دی.
له دې څرګندونو لږ وروسته د بغدا شمال ته په تاجي اډه راکټي برید وشو چې له امله یې دوه امریکايي او یو برتانوی پوځي ووژل شول.
امریکايي چارواکو عراق کې د ایران ملاتړې شیعه ډله کتایب حزب الله په دې برید تورنه کړه.
کتایب حزب الله هغه ډله ده چې امریکا له دې مخکې هم په راکټي برید تورنه کړې وه او نتیجه کې یې له قاسم سلیماني سره یو ځای د دې ډلې مشر ابو مهدي مهندس وواژه.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د مارچ په ۲۸ په ځانګړي رپوټ کې وویل، د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان کتایب حزب الله د له منځه وړلو پر پوځي طرحه کار کوي، خو د امریکا د پوځ یو مهم قومندان د دې طرحې پر لوجسټیک خنډونو سربېره له ایران سره د پراخې پوځي نښتې د احتمال خبرداری هم ور کوي.
دا ورځپاڼه د څو ولسي او پوځي چارواکو له خولې رپوټوي چې سپینه ماڼۍ کې د مارچ پر ۱۹ په یوه غونډه کې ډونلډ ټرمپ د دا ډول عملیاتو لپاره اجازه صادره نه کړه، خو پنټګان ته یې اجازه ور کړه چې د داسې عملیاتو لپاره نخچه جوړه کړي.
خو د عراق لنډمهالی لومړی وزیر عادل عبدالمهدي د بغداد د حکومت له اجازې پرته د دغه هېواد له خاورې د هر ډول پوځي برید په هکله خبرداری ور کوي.
د عراق د لومړي وزارت د دفتر بیانیه کې په هغه څه هم اندېښنه ښودل شوې چې دوی یې د دغه هېواد له اسمان د الوتکو بې اجازه الوت بولي.
امریکا تېره میاشت عراق کې له څلورو اډو خپل ځواکونه په دغه هېواد کې نورو اډو ته ولېږدول.
تازه لېږدو یې هم د دوشنبې په ورځ له موصل ښار اډې د ځواکونو لېږدول وو.