دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۸
د مطلب کود : 206570
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ژر به د ولسمشر غني‌ په مشرۍ د جوړ شوي‌ حکومت نوې کابینه جوړه او اعلان شي.‌ د ولسمشرۍ ماڼۍ ستر سلاکار وحید عمر وايي، د کورونا وبا روان بحران د نوې کابینې جوړولو چارې پڅې کړې دي. ښاغلي عمر دوشنبه کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د ملي روغې جوړې شورا د جوړښت چارې هم په وروستي پړاو کې دي. د نوموړي په خبره، په تېرو درېوو اونیو کې د حکومت ډېره انرژي او وخت د کورونا وېروس د مخنیوي پر لارو چارو ولګېد، خو زیاته یې کړه، ژر به نوې کابینه جوړه شي.‌


د مصالحې د شورا د جوړښت په اړه ښاغلي‌عمر وویل چې چارې یې ډېرې مخکې تللي.‌
ده زیاته کړه، د حکومت ژمنه دا وه چې طالبانو د خبرو اترو یو کوچنی پلاوی به جوړېږي او بیا به د پرېکړو نیولو یوه ستره شورا جوړېږي چې اړینې لارښوونې ورته وکړي.
افغان حکومت وايي، د مصالحې شورا جوړښت یې د هغه مذاکراتي پلاوي پر تله پراخ دی چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لپاره ټاکل شوی دی.
ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې لوړې مراسمو پر ورځ ژمنه وکړه چې تر دوو اونیو به یې نوې کابینه اعلان کړي. خو له دغې ژمنې څه باندې درې اوونۍ تېرې دي او نوې کابینه نه ده اعلان شوې.‌
 
https://avapress.com/vdcfevd0xw6dxta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته