کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې ځوانانو دوینټلیټر دستګاه جوړه کړه

12 حمل 1399 ساعت 11:17

د افغان غژ له راپور سره سم په داسې حال کې چې په هرات کې د کورونا ۲۵ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي بلخوا دغه ولایت کې یو شمېر ځوانانو د کورونا ویروس ناروغانو ته د تنفسي مصنوعۍ سیسټم د اسانولو لپاره بریالۍ دوینټلیټر دستګاه جوړه کړه
په دې اړه د هرات د والي له مطبوعاتي دفتره په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت د ځوانو متخصصینو یوې ډلې د میخانیکي وینټیلیشن واحد (وینټیلیټر) جوړ کړی و.



روغتیا پوهان وايي چې دا وسیله کولی شي د نړۍ د پرمختلليو وسایلو (وینټیلیټرونو) ځای ونیسي.
د ټکنالوژۍ او صنعت په برخه کې د ځوانانو دغې فعالې ډلې چې د هرات له والي عبدالقیوم رحیمي سره هم کتلي دي دغه دستګاه یې ازمویلې او مثبته نتیجه یې ورکړې ده.
دا ډله وایي، د تنفس د اسانولو د دستګاه درې نمونې یې په دریو ورځو کې چمتو کړې دي.
دا ډله وایي، که دنده ور وسپارل شي نو به وکولی شي په ورځ کې لس مصنوعي تنفسي دستګاوې تولید کړي.
دا په داسې حال کې ده ټول افغانستان کې د کورونا د ناروغانو شمېر ۱۷۰ ته لوړ شو.
حکومت که څه هم په هرات ولایت کې په شلو ورځو کې د کورونا د درملنې ۱۰۰ بستره روغتون باندې چټک کار روان مړی او ۴۰۰ میلیونه افغانۍ یې هرات ته جلا کړې دي، خو د وینټیلیټرونو نشتوالی د هرات ښاریانو او روغتیایي چارواکو لپاره د جدي اندیښنې لامل شوی.
 


د مطلب کود: 206571

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/206571/په-افغانستان-کې-ځوانانو-دوینټلیټر-دستګاه-جوړه-کړه

آوا
  https://www.avapress.com