دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۸
د مطلب کود : 206584
کونړ کې د کېلو ونو ازمایښتي فارم جوړ شو
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، کونړ ولایت کې یې د کېلو ونو ازمایښتي فارم جوړ کړی، تر څو د د اقلیمي توافق په صورت کې راتلونکې کې د کېلو د باغونو په جوړېدو کې ترې ګټه واخلي.
کرنې وزارت وايي، چې د خاص کونړ ولسوالۍ کې یې یو نیم جریب ځمکه کې په ازمایښتي ډول د کېلو ونې کېنولي، ترڅو وپوهېږي چې د کونړ سیند په امتداد باندې د کېلو ونې څومره اقلیمي توافق لري، او کوم ډول یې ښه حاصلات ورکوي.
کونړ کې د کېلو د ونو د ازمایښتي فارم جوړېدو څخه موخه دا ده، چې له تجربو څخه یې راتلونکې کې د کېلو د بڼونو په جوړېدا کې ګټه واخلي.
افغانستان اوس مهال په خپله د کېلو حاصلات نلري، ځکه خو له همدې امله کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هڅې پیل کړي، تر څو د کېلو حاصلخېزې اقلیمي سیمې په ګوته کړي.
https://avapress.com/vdcaainuy49nwm1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته