کرنې وزارت وايي، چې د خاص کونړ ولسوالۍ کې یې یو نیم جریب ځمکه کې په ازمایښتي ډول د کېلو ونې کېنولي، ترڅو وپوهېږي چې د کونړ سیند په امتداد باندې د کېلو ونې څومره اقلیمي توافق لري، او کوم ډول یې ښه حاصلات ورکوي.
کونړ کې د کېلو د ونو د ازمایښتي فارم جوړېدو څخه موخه دا ده، چې له تجربو څخه یې راتلونکې کې د کېلو د بڼونو په جوړېدا کې ګټه واخلي.
افغانستان اوس مهال په خپله د کېلو حاصلات نلري، ځکه خو له همدې امله کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هڅې پیل کړي، تر څو د کېلو حاصلخېزې اقلیمي سیمې په ګوته کړي.