دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۹
د مطلب کود : 206605
اروپايي ټولنه:د بین الافغاني خبرو ځنډېدو لپاره نور دلایل نشته
اروپايي ټولنې له طالبانو سره د افغان حکومت لخوا د سولې مذاکراتي پلاوي د اعلان د هر کلي ترڅنګ د خبرو پیلېدو لپاره پر اوربند ټینګار کړی دی.
د سې شنبې په ورځ مارچ۳۱(وري۱۲) په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیرانو د افغان حکومت لخوا د سولې مذاکراتي پلاوی «ټول شموله» بللی او د یاد پلاوي تشکیل یې د سولې بین الافغاني خبرو پرمخ وړلو او روان سیاسي کړکېچ د هواري په برخه کې یو مهم ګام بللی دی.
په دغه اعلامیه کې راغلي:"موږ له طالبانو غواړو چې د سولې خبرو پیلېدو او تاوتریخوالي کمېدو په اړه خپل ژمنتیا ثابته کړي او د دوحې له تړون سره سم د اوربند لپاره معناداره خبرې پيل کړي."

اروپايي ټولنې همدارنګه ویلي چې اوس مهال د بندیانو ازادولو او مذاکراتي ټېم ټاکلو په اړه پرمختګونه شوي او د بین الافغاني خبرو ځنډولو په اړه نور کوم دلیلونه وجود نه لري.
افغان حکومت د تېرې پنجشنبې په ورځ له طالبانو سره د سولې خبرو پر مخ وړلو لپاره د ملي امنیت د پخواني رئیس معصوم ستانکزي په مشرۍ ۲۱ کسیز پلاوی اعلان کړ.
په اعلان شوي پلاوي کې معصوم ستانکزی، فاطمه ګیلاني، عبدالمتین بیک، فوزیه کوفي، ضرار احمد مقبل، عبدالهادي ارغندیوال، محمد رسول، حبیبه سرابي، غیرت بهیر، محمد حفیظ منصور، غلام فاروق مجروح، مولوي عنایت الله بلیغ،باتور دوستم،کلیم الله نقیبي، محمد ناطقي، جنرال ایوب انصاري، شهلا فرید، شریفه زرمتي، خالد نور او ډاکټر امین احمدي شامل دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي د ټاکل کېدو هر کلی او هغه یې «ټول شموله» بللی دی.
خو طالبانو د یاد پلاوي سره د مخالفت په ښودلو ویلي چې یاد پلاوی د امریکا او طالبانو د لاسلیک شوي توافقنامې خلاف دی. طالبانو همدارنګه ویلي چې دا یو ټول شموله پلاوی نه دی او وايي خبرې نه ورسره کوي.
افغان حکومت بیا د طالبانو لخوا د سولې مذاکراتي پلاوي مخالفت ته په غبرګون کې له دغه ډلې وغوښتل چې بهانې دي نه کوي او له حکومت سره دې د خبرو لپاره خپل مذاکراتي پلاوی وټاکي.
https://avapress.com/vdce7p8wnjh87pi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته