خوښ ديک ۰

عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزارت نوماند او سرپرست وزیر شو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني د دوه جلا حکمونو له لارې، ښاغلی عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزارت نوماند او سرپرست وزیر په توګه وټاکل شو.
عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزارت نوماند او سرپرست وزیر شو


د هیواد جمهوررئیس د دوه جلا (۴۰ او ۴۱)حکمونو پر اساس، د مالیې وزارت د نوماند او سرپرست وزیر په توګه د عبدالهادي ارغندیوال ټاکل کېدل منظور کړل.

ښاغلی عبدالهادي ارغندیوال چې د هیواد مطرح سیاسي شخصیت دی چې تر دې وړاندې یې د جمهوررئیس د سلاکار او د اقتصاد وزیر په توګه دندې ترسره کړې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
سی شنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۳۱
د مطلب کود: 206608 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *