دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۵۹
د مطلب کود : 206618
امنیتي چارواکي: لغمان او ننګرهار کې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي
په ختیځ کې د ملي اردو چارواکي په ننګرهار او لغمان کې د ۶ وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مسؤلان ادعا کوي چې په تېرو دوو اوونیو کې په ننګرهار او لغمان کې د وسله‌والو طالبانو له لوري د افغان ځواکونو پر پوستو ۱۰ وسله‌والې حملې شوي چې د دوی له‌خوا په شا تمبول شوي دي.

د یادې قول اردو ویاند هارون یوسفزي وویل، د ننګرهار په شېرزادو کې وسله‌وال له افغان ځواکونو سره په نښته کې د یادې ډلې د یو قوماندان چې په منصور مشهور و، وژل شوی او پنځه ملګري یې ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه په ورته مهال د لغمان په علیشنګ او الینګار ولسوالیو کې هم د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ نښته شوې چې پر مهال‌یې ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي یوسفزي وویل: "تېرو دوو اوونیو کې د وسله‌والو طالبانو ۱۰ ډله‌ییز بریدونه په شا تمبول شوي، طالبانو په تېرو دوو اوونیو کې د ننګرهار په شېرزادو او د لغمان په الینګار ولسوالیو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په پوستو بریدونه کړي چې افغان زړورو سرتېرو ورسره جګړه پیل کړه چې په شېرزادو کې د طالبانو یو قوماندان وژل شوی او پنځه ټپیان شوي او د لغمان په علیشنګ او الینګار کې پنځه طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي."

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizqarvt1auq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته