خوښ ديک ۰

په کابل کې د هوايي ځواکونو یو پيلوټ د انسان تښتوونکیو له منګولو وژغورل شو

د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند په قلعه فتح الله سیمه کې دوه کسان د یوه کس د تښتونې پر مهال نیول شوي دي.
په کابل کې د هوايي ځواکونو یو پيلوټ د انسان تښتوونکیو له منګولو وژغورل شو
دوی غوښتل د وسلو او همر ډوله موټر پر کارولو د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند پرتو سیمو کې د هوايي ځواکونو یو پيلوټ وتښتوي، چې د پولیسو د پر وخت او چټکو هڅو په پایله کې نیول شوي دي.
له دې کسانو څخه یو همر موټر، یو میل کلاشینکوف، درې شاجورونه او یو څه نشه يي څښاک د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د نیول شویو کسانو دوسیې د پولیسو تر څېړنو لاندې دي.
چهارشنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۵
د مطلب کود: 206637 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *