کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ماين چاودنې 10 ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 حمل 1399 ساعت 12:22

د هلمند په نهرسراج ولسوالی کې ماین چاودنې ۸ تنه ملکي کسانو ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل.



د یاد ولایت د امنیه قوماندانی ویاند، زمان همدرد وايي نن سهار (چهارشنبې د وري په ۱۳مه نېټه) هغه مهال شوې ده چې یاد کسان ټونس موټر کې د نهرسراج ولسوالی د "زنبلي" سیمې څخه د ولسوالۍ مرکز ته پر لاره وو چې د موټر یې د سرک غاړې له ماین سره برابر شوی دی.
ښاغلی همدرد زیاتوي چې وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي.
نوموړی زیاتوي چې وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، تر دې دمه یې د شمېر په تړاو کره مالومات نلري.
د پېښې مسوولت چا نه دی منلی، خو حکومت تر ډېره د سرک غاړو ماین چاودنو پړه پر طالبان ور اړوي او وايي چې یاده ډله د افغان ځواکونو د نښه کولو په موخه دا کار کوي او ډېر وخت یې هم قربانیان ملکي کسان وي.


د مطلب کود: 206657

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/206657/د-هلمند-په-نهرسراج-ولسوالۍ-کې-ماين-چاودنې-10-ملکي-وګړو-ته-مرګژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com