دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۲
د مطلب کود : 206657
د هلمند په نهرسراج ولسوالی کې ماین چاودنې ۸ تنه ملکي کسانو ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل.

د یاد ولایت د امنیه قوماندانی ویاند، زمان همدرد وايي نن سهار (چهارشنبې د وري په ۱۳مه نېټه) هغه مهال شوې ده چې یاد کسان ټونس موټر کې د نهرسراج ولسوالی د "زنبلي" سیمې څخه د ولسوالۍ مرکز ته پر لاره وو چې د موټر یې د سرک غاړې له ماین سره برابر شوی دی.
ښاغلی همدرد زیاتوي چې وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي.
نوموړی زیاتوي چې وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، تر دې دمه یې د شمېر په تړاو کره مالومات نلري.
د پېښې مسوولت چا نه دی منلی، خو حکومت تر ډېره د سرک غاړو ماین چاودنو پړه پر طالبان ور اړوي او وايي چې یاده ډله د افغان ځواکونو د نښه کولو په موخه دا کار کوي او ډېر وخت یې هم قربانیان ملکي کسان وي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbs0b5zrhbg0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته