دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۶
د مطلب کود : 206660
هرات کې ۱۶ ډاکټران او روغتیاپالان پر کووید۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي
د هرات ولایت روغتیايي چارواکي دوو وروستیو اوونۍ کې دغه ولایت کې په کرونا ویروس د شپاړسو ډاکټرانو او روغتیاپالانو له اخته کېدو خبر ورکوي.
د یاد ولایت د حوزوي روغتون مسوولان وايي چې یو شمېر دا ډاکټران او روغتیاپالان په کور کې قرنطین شوي او ځيني یې هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د حوزوي روغتون سرطبیب، محمدعارف جلالي څرګندوي:«د حوزوي روغتون ۱۶ کارکوونکو چې په کې ډاکټران او روغتیاپالان شامل دي، له بده مرغه چې د کرونا ویروس ازموینې یې مثبتې راغلې دي.»
په همدې حال کې هرات کې ډاکتران بیا د محافظتي توکو له کمښت سره د دوی مخامخ کېدل پر کرونا ویروس د ډاکټرانو د اخته کېدو لامل بولي او د عامې روغتیا وزارت چارواکي په دې برخه کې پر بې پرېتوب تورنوي.
ډاکټره، فریبا امیري وايي:«زما همکاران د ماشومانو په برخه کې دي چې ۶ تنه یې مثبتې پېښې لري، اوس بستر دي، زموږ امکانات تر صفر لاندې دي، هغه امکانات چې موږ یې لرو، یوازې دستکش او ماسک دي. اوس حالت د خرابېدو په حال کې دی.»
ډاکټر میروس عابدي زیاتوي:«د لومړۍ لیکي ساتنې لپاره هغه کسان چې د کرونا ویروس مبارزې کې کار کوي، باید چې امکانات ولري څو په ډاډه سره خپل کار وکړي.»
په همدې حال کې ملي شورا او پارلمان کې د هرات استازي، پر کرونا ویروس د ډاکټرانو اخته کېدل، ناورین بولي.
د پارلمان غړی، سید عظیم کرزاني په دې اړه وايي:«ناورین به زیات شي که زموږ ډاکټران ککړ شي، خلکو ته به خدمتونه څوک وړاندې کوي که زموږ د ټولنې ډاکټر ناروغ شي، اړینه ده چې موږ د ډاکټرانو ساتنې ته لومړيتوب ورکړو او وزارت باید پام وکړي.»
د هرات ولایتي شورا غړی، مهدي حدید زیاتوي:«دا بګنونکې ده چې روغتیايي کارکوونکي د امکاناتو د نشتوالي له کبله اخته کیږي، نو عام خلک به څه و کړي.»
اوس مهال ټول هېواد کې د کرونا ویروس ۱۹۶ مثبتې بېښې ثبت شوې دي چې ۱۴۳ یې هرات ولایت کې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfvvd0xw6dxva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته