دغه مېکانیزم د جمهور رئیس غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا د تېرې ورځې په اختصاصي غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدي له لوري وړاندې شو.
ښاغلي احمدي وویل، د دغه مېکانیزم په تطبیق سره له پاکستان څخه افغانستان ته د توکو په لېږد کې لازمې اسانتیاوې برابرېږي.
دا په داسې حال کې ده چې دا مهال افغان سوداګر له پاکستان سره په سوداګریزو اړیکو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
له بلېخوا ولسمشر غني د صنعت او سوداګرۍ وزارت پېشنهادي مېکانیزم تصویب کړ او ويېویل، که په چارو کې د چټکتیا او اسانتیاوو د ایجاد لپاره بودجې ته اړتیا وي، حکومت ورته چمتو دی.