خوښ ديک ۰

له پاکستان څخه افغانستان ته د توکو په لېږد کې 'مېکانیزم' جوړ شو

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له پاکستان څخه افغانستان ته د توکو په لېږد او ټرانزیت کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو مېکانیزم جوړ کړ.
له پاکستان څخه افغانستان ته د توکو په لېږد کې
دغه مېکانیزم د جمهور رئیس غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا د تېرې ورځې په اختصاصي غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدي له لوري وړاندې شو.
ښاغلي احمدي وویل، د دغه مېکانیزم په تطبیق سره له پاکستان څخه افغانستان ته د توکو په لېږد کې لازمې اسانتیاوې برابرېږي.
دا په داسې حال کې ده چې دا مهال افغان سوداګر له پاکستان سره په سوداګریزو اړیکو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
له بلې‌خوا ولسمشر غني د صنعت او سوداګرۍ وزارت پېشنهادي مېکانیزم تصویب کړ او ويې‌ویل، که په چارو کې د چټکتیا او اسانتیاوو د ایجاد لپاره بودجې ته اړتیا وي، حکومت ورته چمتو دی.
چهارشنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۴
د مطلب کود: 206661 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *