دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۴
د مطلب کود : 206662
امنیت شورا: طالبانو سره د بندیانو ازادولو په اړه خبرو کې پرمختګ شوی
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د افغان حکومت او طالب استازو تخنیکي ټېمونو په کابل کې د زندانیانو د ازادولو په اړه مخامخ خبرې وکړې.
د ملي امنیت شورا نن چهارشنبه (وري۱۳) پر خپل ټوېټر لیکلي چې افغان حکومت تېره ورځ د طالب استازو کوربه و او په یادو خبرو کې پرمختګ هم شوې دی.
یادې شورا ویلي، دغه مخامخ خبرې چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د استازو لخوا یې نظارت کېده دواړو لورو موافقه وکړه چې نن ورځ به هم خبرو ته دوام ورکوي.
بیان زیاتوي:"د افغانستان اسلامي جمهوریت تېره ورځ په کابل کې د طالبانو د پلاوي کوربه و،دواړو لورو د افغان حکومت او طالب زندانیانو د ازادولو په اړه مخامخ خبرې وکړې، دغه خبرې چې د سره صلیب لخوا یې نظارت کېده دواړو لورو موافقه وکړه چې نن به هم په دې اړه خبرو وته دوام ورکوي."

د افغانستان د ملي امنیت شورا همدارنګه، ویلي، دغه خبرې چې پرون سې شنبه تر سره شوي د بندیانو ازادولو په اړه د دواړو لورو ترمنځ په تخنیکي برخه کې پرمختګ شوی دی.
دا لومړی ځل دی چې د طالبانو یو پلاوی د خپلو بندیانو د خلاصولو په اړه کابل ته راځي او د افغان حکومت سره مخامخ خبرې کوي.
طالبانو هم تېره ورځ خبر ورکړ چې د دوی یو درې کسیز پلاوی د بندیانو ازادولو په اړه د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی دی، د دغه کسانو په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.
طالبانو ویلي چې یاد پلاوی به د بندیانو د خلاصون د جریان څارنه کوي او په تخنیکي برخه کې به اقدامات کوي.
د افغان حکومت او طالب استازوو تر دې وړاندې د خپلو بندیانو خلاصولو په اړه درې ځله مخامخ د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
https://avapress.com/vdch--nii23nv-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته