دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۲
د مطلب کود : 206669
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان حالت وارزوه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د لوی منشي مرستیال، اینګریډ هایدین وايي چې د افغانستان د سیاسي او امنیتي وضعیت او د کرونا ویروس ګواښ په اړه د امنیت شورا غړو ته معلومات ورکړل.
نوموړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسه کې تېره ورځ(سې شنې د وري په ۱۲مه نېټه) افغانستان کې د کورونا وایروس ګواښ جدي وباله، او ویلي یې دي چې د کرونا ویروس مرګونو اغېزو ته په کتو دا موضوع د افغانانو لپاره د اندېښنې وړ ده.
نوموړي زیاته کړې، د کرونا ویروس ډېر ګواښ هغو افغانانو ته متوجه دی چې بې ځایه شوي او یا هم بندیان دي.
ده همداراز د امریکا لخو ا پر افغانستان د یو میلیارد ډالرو بندول د اندېښنې وړ یاد کړل او وېویل، چې پر بهرنیو مرستو د افغانستان اتکا به دې هېواد ته ښې پایلې ونه لري.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د بشري حقونو څار نړیوال بنسټ هېواد کې د کرونا په ویروس د میلیونونو کسانو له اخته کېدو خبرداری ورکوي.
یاد بنسټ د خبرپاڼې په خپرولو سر وايي د افغان حکومت او طالبانو نه همکارۍ سره به دغه هېواد کې انساني ناورین رامنځته شي.
دا بنسټ له افغان حکومت او طالبانو غواړي چې افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو سره هم مهاله باید د ملګرو له بنسټونو سره چې له ګواښ سره مخامخ میلیونونو افغانانو ته روغتیايي خدمتونه رسوي، همکاري وکړي.
https://avapress.com/vdcepp8wojh87pi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته