دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۴
د مطلب کود : 206678
داوود سلطان زوی د کابل ښاروال وټاکل شو
داوود سلطان زوی د ولسمشر غني د فرمان پر اساس د کابل د ښاروال په توګه ټاکل شوی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې سلطان زوی په یوه خارج رتبه بست کې د ولسمشر د فرمان پر اساس د کابل ښاروال په توګه ټاکل شوی دی.
داوود سلطان زوی په ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر غني د ټیم یو مخکښ غړی و.
هغه له دې وړاندې د ولسي جرګې د غړي او د ولسمشر غني د سلاکار په توګه دندې سرته سولي دي.
په دې وروستیو کې د ولسمشر غني له لوري د کابینې او د حکومت د نورو مهمو څوکیو لپاره د اشخاصو ګمارل ګړندۍ شوي دي.
ولسمشر غني پرون عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزارت سرپرست په توګه وټاکه او همداشان یې په ځینو بهرنیو هیوادونو کې د هیواد سفارتونو ا کنسلګریو لپاره ځیني نوې څیرې معرفي کړي دي.
https://avapress.com/vdcefp8wvjh87pi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته