دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۵
د مطلب کود : 206700
افغانستان له څلور لسیزو وروسته ګاز استخراج کړل
د کانونو او پټرولیم وزات وايي، د جوزجان ولایت یتیم طاق سیمه کې یې د ګازو کیندل شوې څا کامیاب شوه، او افغانستان تر څلوېښت کلونو وروسته ګاز به بریالیتوب سره استخراج کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د نفتو او ګازو د اکتشاف په موخه  د جوزجان ولایت یتیم طاق سیمه کې یې د دوو څاګانو کیندې پیل کړې وې، چې د ګازو څا څخه په بریاليتوب ګاز استخراج شول.
د یاد وزارت چارواکي وايي، چې له دغو استخراج شویو ګازو څخه به د بیات او عضنفر شرکتونو د انرژۍ د تولید برخه کې کار واخلي.
د چارواکو په وینا د ګازو له دغې پروژې څخه به افغانستان د کال ۸،۵ میلیونه ډالر عاید ترلاسه  کوي، او همداراز زرګونه کسانو ته به په مستقیم او غیرې مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawinuw49nw01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته