د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د نفتو او ګازو د اکتشاف په موخه د جوزجان ولایت یتیم طاق سیمه کې یې د دوو څاګانو کیندې پیل کړې وې، چې د ګازو څا څخه په بریاليتوب ګاز استخراج شول.
د یاد وزارت چارواکي وايي، چې له دغو استخراج شویو ګازو څخه به د بیات او عضنفر شرکتونو د انرژۍ د تولید برخه کې کار واخلي.
د چارواکو په وینا د ګازو له دغې پروژې څخه به افغانستان د کال ۸،۵ میلیونه ډالر عاید ترلاسه کوي، او همداراز زرګونه کسانو ته به په مستقیم او غیرې مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)