دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۳
د مطلب کود : 206702
د طالبانو ویاند: ما د کرونا خپریدو په صورت کې د اوربند خبره نه ده کړې
د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد وایي هغه دا نه دي ویلي چې که چیرې د دوی واک لاندې سیمو کې د کرونا ویروس خپور شي، نو دولت سره به اوربند کوي.
‏دا خبره له هغه وروسته کیږی چې اسوشیټیډ پرس خبري اژانس په خپل یوه رپورټ کې وویل چې کني طالبانو ویلي که چیرې د دوی واک لاندې سیمو کې د کرونا د ویروس مثبته پيښه ولیدل شي، نو افغان حکومت سره به اوربند کوي.
اوس ذبیح الله مجاهد د دې رپورټ په غبرګون کې ویلي چې که چیرې داسې کومه پيښه ولیدل شي، کولی شي په هغه سیمه کې جګړه بنده کړي، ترڅو روغتیاپالان سیمې ته ورسیږي.
هغه په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي: «د اسوشیټیډ پرس د پوښتنې په ځواب کې ما وویل: ‏که خدای مه کړه زموږ تر واک لاندې په کومه سیمه کې د کرونا ناروغۍ پيښه شي، موږ په وضعیت کنترول لرو، بیا کولای شو په هغه مشخص ځای کې جګړه ونه کړو، ترڅو روغتیا پالان سیمې ته مرستې ورسوي.»
ذبیح الله ویلي د هغه له دې خبرو د اوربند معنا اخیستل غلط تعبیر دی.
دا په داسې حال کې دي چې په نږدې وختونو کې اروپایي ټولنې او د ملګرو ملتونو امنیت شورا له طالبانو غوښتي چې د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي لپاره له حکومت سره اوربند وکړي، خو طالبانو دغې غوښتنې منفي ځواب ویلی دی.
https://avapress.com/vdccxeqii2bqxm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته