دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 206712
په ازبکستان کې افغان سفیر احمد خالد علمي وایی ، د ازبکستان له لوري خوراکي او روغتیايي مواد د پنجشنبې په ورځ له حیرتان بندر افغانستان ته لېږل کېږي. افغانستان کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشف په تاشکند کې له افغان سفیر سره خبرو کې ویلي د کورونا وېروس له امله به د دغو هېوادونو ترمنځ انساني مرستې او ټرانسپورټ روان وي.

تاشکند کې افغان سفارت وايي،  له ازبکستان درې سوه ټنه اوړه، ۱۵۰ ټنه وریزې، ۵۰ ټنه شکره یا بوره، ۵۰ ټنه غوړي، ۵۰ ټنه سابون او روغتیايي او خوندیتوب جامې افغانستان ته ولېږل شي.
اوړه او غنم د افغانستان د خوړو مهمه برخه ده چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ له حیرتان بندر استول کېږي.
سیمه کې د کورونا وېروس خپرېدو پسې افغان بازارونو کې د اوړو بیه لوړه شوې او خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.
قزاقستان د سیمې هېوادونو لپاره د غنمو سرچینه ده. د دغه هېواد غنم په ازبکستان کې اوړه کېږي او افغانستان ته رسېږي.
قزاقستان دا مهال د غنمو صادرات په میاشت کې دوه لکه ټنو ته ټیټ کړي دي.
د روسیې غنم د لرې والي له امله ګران تمامېږي.
هند هم د چابهار بندر له لارې افغانستان ته غنم ور کوي.
 
https://avapress.com/vdcdf90xxyt0z56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته