خوښ ديک ۰

کورونا وېروس؛ امریکا کې مړي له پنځو زرو واوښتل

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې امریکا کې د کورونا وېروس له امله د مړو شمېر له پنځو زرو پورته شو. د دې پوهنتون وروستۍ شمېرې وايي، تېرو ۲۴ ګړیو کې امریکا کې له دې وېروس ۸۸۴ کسان مړه شوي او دا نوی ریکارډ دی. وروستیو قربانیانو کې یو هم د شپږو اونیو نوزېږ ماشوم دی. امریکا کې له ۲ لکو ۱۶ زرو ډېر کسان په دې وېروس اخته شوي او دا لهبل هر هېوا تر ټولو ستره شمېره ده.
پنجشنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۴۶
د مطلب کود: 206718 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *