کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورونا وېروس؛ امریکا کې مړي له پنځو زرو واوښتل

14 حمل 1399 ساعت 16:46

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې امریکا کې د کورونا وېروس له امله د مړو شمېر له پنځو زرو پورته شو.

د دې پوهنتون وروستۍ شمېرې وايي، تېرو ۲۴ ګړیو کې امریکا کې له دې وېروس ۸۸۴ کسان مړه شوي او دا نوی ریکارډ دی.
وروستیو قربانیانو کې یو هم د شپږو اونیو نوزېږ ماشوم دی.
امریکا کې له ۲ لکو ۱۶ زرو ډېر کسان په دې وېروس اخته شوي او دا لهبل هر هېوا تر ټولو ستره شمېره ده.



د مطلب کود: 206718

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/206718/کورونا-وېروس-امریکا-کې-مړي-له-پنځو-زرو-واوښتل

آوا
  https://www.avapress.com