پاکستان د بین الافغاني مذاکراتو په موخه د غني له جوړ شوي مذاکراتي ټیم هرکلی کړی او د جګړې په ښکېلو اړخونو یې د جګړې د شدت کمولو غږ کړی.
د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي «پاکستان د مذاکراتي ټيم د جوړولو په برخه کې د افغان مشرانو له پرېکړې هرکلی کوي، افغان سولې ته د افغان مشرانو د ژمنتیا د ثبوت په سترګه ورته ګوري او د بین الافغاني مذاکراتو په لور یې یو اړین ګام بولي.»