دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 206728
پاکستان د بین الافغاني مذاکراتو په موخه د غني له جوړ شوي مذاکراتي ټیم هرکلی کړی او د جګړې په ښکېلو اړخونو یې د جګړې د شدت کمولو غږ کړی. د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي «پاکستان د مذاکراتي ټيم د جوړولو په برخه کې د افغان مشرانو له پرېکړې هرکلی کوي، افغان سولې ته د افغان مشرانو د ژمنتیا د ثبوت په سترګه ورته ګوري او د بین الافغاني مذاکراتو په لور یې یو اړین ګام بولي.»
خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د توافق له امله افغانستان ته د سولې یو غوره چانس په لاس ورغلی، چې له یو بل سره په ګډ رغنیز کار کولو، د اختلافاتو په له منځه وړلو او ملي ګټو ته په لومړیتوب ورکولو یې باید قدر وشي.
پاکستان ددې تر څنګ د افغان جګړې په ښکېلو اړخونو د جګړې د کمولو غږ کړی او د یوه متحد، یو موټي او باثباته افغانستان هیله یې څرګنده کړې.
 
https://avapress.com/vdcauinua49nw01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته