دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۴
د مطلب کود : 206758
روسیې څخه د طبي وسایلو ډکه الوتکه امریکا ته ورسېده
امریکا ومنله چې له روسیې څخه د اخیستل شویو طبي وسایلو الوتکه متحده ایالاتو ته رسېدلې ده.
امریکایي چارواکو تېره اوونۍ د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هغه روسي سیال ولادیمیر پوتین ترمنځ له ټیلیفوني خبرو وروسته وویل چې له مسکوه طبي تجهیزات اخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دې طبي تجهیزاتو کې د مصنوعي تنفس الې او له کرونا ویروس د خوندیتوب وسائل شامل دي.

د دغه وزارت ویاندې مورګان اورتاګوس په یوه خبرپاڼه کې ویلي، امریکا او روسیې له دې وړاندې هم په کړکېچنو حالاتو کې یو له بل سره بشري مرستې کړي او راتلونکي کې هم داسې همکاري کوي.

امریکایي چارواکو نه‌دي ویلي چې د دغو طبي وساېلو لپاره‌یې روسیې ته څومره پیسې ورکړې دي.
 
https://avapress.com/vdcdk90xjyt0z56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته