دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۱۵
د مطلب کود : 206762
د فیلیپین ولسمشر د قرنطین سرغړوونکو ته د مرګ ګواښ کړی
د فیلیپین ولسمشر رودریګو دوترت، د دغه هیواد له وسله والو ځواکونو غوښتي چې د قرنطین سرغړونکي په مرمۍ وولي.
رودریګو د چهارشنبې په شپه په یوه ویډیویي پیغام کې له خپلو خلکو غوښتي چې د کرونا ویروس مخنیوي لپاره د قرنطین اصول په پام کې ونیسي او له دولت سره همکاري وکړي.
هغه ویلي په فیلیپین کې د کرونا ویروس د خپریدو وضع مخ په خرابیدو ده او خلک باید د حکومت او روغتیایی چارواکو خبرو ته غوږ کیږدي.
رودریګز ویلي: «پولیسو او اردو ته زما امر دادی چې که چیرې د قرنطین سر غړوونکو سره ستونزې پیدا کړي او د دوی ژوند له خطر سره مخ شي، دوی په مرمۍ وولئ.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د چهارشنبې په ورځ د دغه هیواد بې وزله سیمه مانیل کې یو شمیر خلکو د خواراکي توکو د ویش پر سر اعتراض وکړ.
په فلپین کې تر اوسه نږدې ۱۰۰ تنه د کرونا ویروس له امله مړه شوي او له ۲۳۰۰ زیات نور پرې اخته دي.
د خلکو قرنطین کیدو پر سر د حکومت او خلکو ترمنځ اخ او ډب په ډیریو بې وزله هیوادونو کې تر سترګو شوي دي، خو دا لومړی ځل دی چې خلک په مرګ ګواښل کیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciqqarrt1auy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته