دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۵۶
د مطلب کود : 206779
افغانستان کې د کرونا ویروس ۶ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي "کابل او دایکنډي ولایتونو کې د ۶ نویو مثبتو پېښو په ثبتېدو سره (کابل ۵ مثبتې پېښې او دایکنډي ۱) په هېواد کې د اخته کسانو ټول شمېر ۲۴۵ ته ورسېد. یوازې ۱ ناروغ ایران ته د سفر تاریخچه لري."

مایار نن سهار ته وویل: په هرات کې د کرونا ویروس ۴۱ نوې پېښې ثبت او د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۸۰ ته رسیدلی او داسې ناروغان هم شته، چې ایران ته یې سفر ندی کړی.
هرات سختې شپې او ورځې تېروي؛ دا ولایت د کرونا ویروس د زیان په لومړۍ کرښه کې دی او که څه هم  دا ویروس پراختیا مومي؛ خو خلک پر ګرځیدو محدودیتونه جدي نه ګڼي او ښار ته را وځي او ویل کیږي، چې ان په یوه غونډه کې ګڼ شمېز هراتیان ټول شوي وه.
په هرات کې پر کرونا ویروس د اخته کیدو موارد د زیاتیدو په حال کې دي؛ خو بیا هم د درملنې امکانات لږ دي او یو لابرتوارد ګواښ دې کچې بسنه نکوي.
هرات ته د حکومت له لوري ځانګړې شوې پیسې هم په روغتیایي خدمتونو کې ندي لګیدلي.
په کابل کې هم د کرونا ویروس ګواښ په لوړه کچه کې دی، که څه هم هره ورځ څو مثبتې پېښې ثبت کیږي؛ خو زیاترو خلکو کرونا جدي نده نیولې او نه هم پر ګرځیدو محدودیت لګول شوی.
داسې اندېښنې هم شته، چې د بې پروایي دې حد ته ونه رسیږي چې کنترول یې بیا له وس او توان ووځي.
د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر سلګونه ته رسیږيد، اتلسو ولایتونو کې. هرات کې د دې وېروس څه باندې۱۸۰ پېښې اوکابل کې هم له لسو زیاتې دي چې دواړه ولایتونه یې په دې وېروس د اخته کسانو په نوملړ کې سر ته راوستي.
تر دا مهاله په هېواد کې د کرونا ویروس له کبله څلور کسان مړه شوي؛ خو لس ناروغان بېرته ښه شوي. په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې ټولنیزو فعالانو او پولیسو عفوني ضد درمل پاشلي، څو کرونا ویروس ورک او د ژوند نظم بېرته را وګرزوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د عامې روغتیا وزارت په کرونا وېروس د اخته کسانو د شمېر پر ډېریدو اندېشنه ښودلې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgu39xyak9zu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته