کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستانۍ محکمې د امریکایي خبریال پر وژنه د تورن کس مرګ سزا لغوه کړه

16 حمل 1399 ساعت 10:40

د پاکستان د سند ایالت محکمې د امریکايي وژل شوي خبریال ډینیل پرل په وژنه کې د تورن کس عمر شيخ د مرګ سزا ختمه کړې او هغه يې د یاد خبریال د تښتوونې په جرم کې په اووه کاله بند محکوم کړی دی. د عمرشیخ وکیل وايي،‌ هغه له وړاندې لا شل کاله په بند کې تېر کړي،‌ نو باید خوشی شي.



امریکايي خبریال ډينیل پرل د سوېلي اسیا لپاره د وال سټریټ ژورنال خبریال و، چې په ۲۰۰۲ عيسوي کال د جنورۍ پر ۲۳مه نېټه له کراچۍ تری تم شو او څلور ورځې وروسته يې یوې نوې وسلوالې ډلې د خلاصون په بدل کې له امریکا غوښتنې وکړې.
د یادې ډلې په غوښتنو کې په ګوانتانامو زندان کې د پاکستاني بندیانو خوشي کول او پاکستان ته د ایف شپاړس ډوله الوتکو ورکولو وو، چې د دوی په خبره که ونه منل شوې نو خبریال ډینیل پرل به ووژني.
وروسته د همدې کال د فبرورۍ پر ۲۱ مه پاکستانیو چارواکو ته یوه ويډيو ولېږل شوه چې په کې يې د تښتول شوي خبریال ډینیل پرل وژنه ثبت کړې وه.‌ تر دې شاوخوا درې میاشتې وروسته بیا په کراچ‍ۍ کې پولیسو یو قبر وموند چې د خبریال ډينیل پرل سر پرې کړی مړی په کې و.
 


د مطلب کود: 206788

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/206788/پاکستانۍ-محکمې-د-امریکایي-خبریال-پر-وژنه-تورن-کس-مرګ-سزا-لغوه-کړه

آوا
  https://www.avapress.com