امریکايي خبریال ډينیل پرل د سوېلي اسیا لپاره د وال سټریټ ژورنال خبریال و، چې په ۲۰۰۲ عيسوي کال د جنورۍ پر ۲۳مه نېټه له کراچۍ تری تم شو او څلور ورځې وروسته يې یوې نوې وسلوالې ډلې د خلاصون په بدل کې له امریکا غوښتنې وکړې.
د یادې ډلې په غوښتنو کې په ګوانتانامو زندان کې د پاکستاني بندیانو خوشي کول او پاکستان ته د ایف شپاړس ډوله الوتکو ورکولو وو، چې د دوی په خبره که ونه منل شوې نو خبریال ډینیل پرل به ووژني.
وروسته د همدې کال د فبرورۍ پر ۲۱ مه پاکستانیو چارواکو ته یوه ويډيو ولېږل شوه چې په کې يې د تښتول شوي خبریال ډینیل پرل وژنه ثبت کړې وه. تر دې شاوخوا درې میاشتې وروسته بیا په کراچۍ کې پولیسو یو قبر وموند چې د خبریال ډينیل پرل سر پرې کړی مړی په کې و.