کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سعودي: په مکه او مدینه کې ۲۴ ساعته بشپړ ګرځبندیز ولګېد

14 حمل 1399 ساعت 20:50

د سعودي د کورنیو چارو وزارت په مکه او مدینه ښارونو کې په بشپړ ډول ۲۴ ساعته ګرځبندیز اعلان کړ.
د سعودي رسمي خبري اژانس د راپور سره سم د کورنیو چارو وزارت دغه پریکړه د کرونا وایرس د وبا مخنیوي لپاره کړې چې په وینا یې د نوي پریکړي پر اساس به لاندي اقدامات تر سره کیږي:



۱- د مکې او مدینې په ښار کې به ۲۴ ساعته ګرځبندیز نافذ العمل وي، له نن څخه به هیڅ څوک له ښار څخه نه وځي او نه به را ننوځي، د بندیز څخه به هغه خلک مستثنا وي چې د ژوند اسانتیاوي، خوراک او صحت په برخه کې کار کوي.
۲- په ډیره محدوده ساحه کې خلک کولای سي چې د کورونو څخه بهر را ووځي، صرف د صحي خدماتو لپاره او یا هم د خوراک اخیستلو لپاره. او د هغه لپاره به هم د شپږو بجو سهار څخه بیا تر ماځیګر درو بجو وخت متعین وي.
۳- ټول تجارتي فعالیتونه به بند وي، په استثناء د کلینکونو، خوراکي توکو پلورنځیو، پټرول پمپونو او بانکي خدماتو.
۴- هغه کسان چې د ګرځېدو اجازه لري، هغوی به هم په موټر کې د موټرچلوونکي په شمول دوه کسان ګرځي.
 


د مطلب کود: 206793

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/206793/سعودي-په-مکه-او-مدینه-کې-۲۴-ساعته-بشپړ-ګرځبندیز-ولګېد

آوا
  https://www.avapress.com