دخپریدو نیټه :جمعه ۱۵ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۵
د مطلب کود : 206794
نن په کابل کې اشرف غني د خپل دفتر لپاره ټاکل شوی نوی رییس، د مالیې وزارت سرپرست او د کابل ښاروال رسما خپلو دندو ته ور وپېژندل. شاکر کارګر د ولسمشر د دفتر د رییس، عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزارت د سرپرست او داوود سلطانزوی د کابل د ښاروال په حیث روانه اوونۍ ګمارل شوي وو، چې نن د یو شمېر مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول معرفي شول.

عبدالهادي ارغندیوال پخوا د ګلبدین حکمتیار په مشري د حزب اسلامي ګوند مخکښه څېره وه، شاکر کارګر د حنیف اتمر نږدې کس او د داوود سلطانزوی په اړه ویل کېږي، چې د رولا غني د دفتر د مشرې خاوند دی.
غني ددې تر څنګ احمد ضیا سراج د ملي امنیت ریاست نوماند رییس ټاکلی، چې تر دې وړاندې د همدې ریاست سرپرست رییس وو.
دغه ګمارنې داسې مهال کېږي، چې د اشرف غني او عبدالله تر منځ د جوړجاړي په برخه کې د منځګړو هڅو لا هم کومه څرګنده پایله نه ده ورکړې.
داسې ویل کېدل، چې د دواړو لورو تر منځ د جوړجاړي هڅې بریا ته نږدې شوې او په پایله کې یې یو ټولشموله حکومت جوړېږي، خو سپېدار ماڼۍ د ملي مشارکت د حکومت په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل.
 
https://avapress.com/vdcdn90xoyt0z56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته