خوښ ديک ۰

د ولسمشر غني او جنرال باجوه تیلیفوني خبرې؛ طالب پلاوی لا هم کابل کې دی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پنجشنبه مازدیګر د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره پر تیلیفون خبرې کړې دي. د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني او جنرال باجوه د افغان سولې پر بهیر، په سیمه کې د کورونا وېروس پر بحران او همدا راز پاکستان کې د افغان سوداګرو د ایسارو مالونو پر موضوع خبرې کړې دي. د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې ښاغلي غني د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره خبرې کوي. ارګ په خپله اعلامیه کې زیاتوي چې جنرال باجوه ښاغلي غني ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي هم ورکړه.

د پاکستان د پوځ مشر همدا راز طالبانو سره د خبرو لپاره د افغان حکومت د مرکچي پلاوي د جوړېدو هرکلی کړی دی او له دې کبله یې هم ولسمشر غني ته مبارکي ویلې ده.
دا خبرې داسې مهال ترسره کېږي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره لومړني ګامونه پورته شوي دي، او په دې لړ کې د طالبانو یو درې کسیز پلاوی د سره صلیب په منځګړیتوب کابل ته رسېدلی دی.
دا لومړی ځل دی چې افغان حکومت له طالبانو سره مخامخ خبرو ته کېني، که څه هم دا خبرې یوازې د بندیانو د تبادلې تر موضوع محدودې دي.
د افغان سولې په بهیر کې د پاکستان رول مهم بلل کېږي، او د چارشنبې پر ورځ د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم ټینګار وکړ چې افغانستان کې سوله سیمه ییزې همکارۍ ته اړتیا لري. نوموړي په دې برخه کې د پاکستان د رول په ځانګړې توګه یادونه وکړه.
 
جمعه ۱۵ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود: 206807 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *