کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ولسمشر غني او جنرال باجوه تیلیفوني خبرې؛ طالب پلاوی لا هم کابل کې دی

15 حمل 1399 ساعت 11:33

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پنجشنبه مازدیګر د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره پر تیلیفون خبرې کړې دي. د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني او جنرال باجوه د افغان سولې پر بهیر، په سیمه کې د کورونا وېروس پر بحران او همدا راز پاکستان کې د افغان سوداګرو د ایسارو مالونو پر موضوع خبرې کړې دي.
د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې ښاغلي غني د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره خبرې کوي. ارګ په خپله اعلامیه کې زیاتوي چې جنرال باجوه ښاغلي غني ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي هم ورکړه.



د پاکستان د پوځ مشر همدا راز طالبانو سره د خبرو لپاره د افغان حکومت د مرکچي پلاوي د جوړېدو هرکلی کړی دی او له دې کبله یې هم ولسمشر غني ته مبارکي ویلې ده.
دا خبرې داسې مهال ترسره کېږي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره لومړني ګامونه پورته شوي دي، او په دې لړ کې د طالبانو یو درې کسیز پلاوی د سره صلیب په منځګړیتوب کابل ته رسېدلی دی.
دا لومړی ځل دی چې افغان حکومت له طالبانو سره مخامخ خبرو ته کېني، که څه هم دا خبرې یوازې د بندیانو د تبادلې تر موضوع محدودې دي.
د افغان سولې په بهیر کې د پاکستان رول مهم بلل کېږي، او د چارشنبې پر ورځ د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم ټینګار وکړ چې افغانستان کې سوله سیمه ییزې همکارۍ ته اړتیا لري. نوموړي په دې برخه کې د پاکستان د رول په ځانګړې توګه یادونه وکړه.
 


د مطلب کود: 206807

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/206807/د-ولسمشر-غني-او-جنرال-باجوه-تیلیفوني-خبرې-طالب-پلاوی-لا-هم-کابل-کې-دی

آوا
  https://www.avapress.com