دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۰
د مطلب کود : 206811
افغانستان کې د کورونا وېروس زیاتېدو پسې نړیوال بانک له دغه هېواد سره سل میلیون ډالري بېړنۍ مرسته تصویب کړه، چې له دې وېروس سره یې مقابله کې وکاروي. دا مالي اداره د جمعې په ورځ( د اپرېل ۳) یوه اعلامیه کې وايي: دا مالي مرسته د افغانستان ۳۴ ولایتونو کې له کورونا وېروس سره د مقابلې لپاره د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره ده. نړیوال بانک زیاتوي، دا مرسته به پر کورونا اخته کسانو، د دې ناروغۍ له خطر سره مخ افغانانو، ډاکټرانو، روغتیاپالو، روغتونونو او لیبارټریو ولګول شي.
افغانستان کې د نړیوال بانک استازي هینري کرالي وايي، د دې بېړنۍ مالي مرستې برابرولو سره تمه دا ده چې افغانستان کې روغتیايي سیستم پیاوړی او دغه هېواد کې د کورونا د ډېر خپرېدو مخه ونیول شي.
افغانستان کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو زیاتېدو سره څو هېوادونو له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه کړې ده.
د پنجشنبې په ورځ افغانستان ته د چین د ژمنه شویو مرستو لومړۍ جوپه ورسېده.
روغتیا وزارت وايي، ټاکلې ده چین د کورونا د تشخیص ۵۵ زره کېټونه هم افغانستان ته واستوي.
له دې مخکې متحده عربي اماراتو هم د کورونا وېروس د تشخیص ۲۵ زره کېټونه افغانستان ته لېږلي دي.
د کورونا وېروس د نه خپرېدو لپاره حکومت په کابل، هرات، زرنج او فراه کې پر تګ محدودیت لګولی دی.
کابل کې د دې ناروغانو زیاتېدو سره چارواکي د دې محدودیت د زیاتولو خبره کوي.
 
https://avapress.com/vdcdf90xfyt0zj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته