کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسیا پرمختیايي بانک د افغانستان سږنۍ اقتصادي وده درې سلنه اټکلوي

16 حمل 1399 ساعت 10:40

د اسيا پرمختيايي بانک په خپل تازه رپوټ کې په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان اقتصادي وده درې سلنه اټکل کړه. دغه بانک د افغانستان پر اقتصادي حالت د سیاسي بې ثباتۍ او د کوروناویروس د خپرېدو د سخت اغېز اټکل هم کړی.



دغې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي افغان حکومت باید پر بهرنیو مرستو تکيا کمه کړي او د ځان بساینې په لور د ګام اوچتولو په خاطر خپل کورني عواید هم ډېر کړي.
د اسیا پرمختيايي بانک رپوټ په داسې مهال خپرېږي چې د افغانستان سیاسي حالت له بې باورۍ سره مخ دی او د عوایدو کچه يې هم د کوروناویروس د خپرېدو له امله د ګڼو پولو او هوايي ډګرونو د تړل کېدو په خاطر په ځوړ ده.
د اسيا د پرمختيايي بانک تازه راپور وايي دا حالت به د افغانستان پر اقتصادي حالت اغېز وکړي او اقتصادي وده به يې د تېر کال په څېر درې (۳) سلنه پاتې شي.
 


د مطلب کود: 206822

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/206822/اسیا-پرمختیايي-بانک-د-افغانستان-سږنۍ-اقتصادي-وده-درې-سلنه-اټکلوي

آوا
  https://www.avapress.com