د افغانستان د روغتیا وزارت په دغه هیواد کې د کرونا ویروس یا COVID -19د ۱۸ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.
افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۲۹۹ ته ورسېدې
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 حمل 1399 ساعت 10:10
د افغانستان د روغتیا وزارت په دغه هیواد کې د کرونا ویروس یا COVID -19د ۱۸ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.
روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کابل په لابراتوارونو وکې د کرونا ویروس د ۸۵ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې ۱۸ یې مثبت ثابت شول.
دغه نوي پېښې ۱۱ یې په کابل، ۲ سمنګان او یوه ـ یوه هم په بلخ، کند، غزني او لوګر ولایتونو کې ثبت شوې ده.
د افغانستان روغتیا وزارت وايي په دې سره په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۹۹ تنه ورسېد.
د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله تر دا مهاله شپږ تنه مړه شوي او لس نور له دغه ویروس څڅخه بېرته روغ شوي دي.
افغان حکومت د کابل په ګډون ګڼو ولایتونو کې د یاد ویروس خپرېدو مخنیوي په هدف د عامه پوهاوي پروګرامونه چټک کړي او قسمي ګرځ بندیز یې هم اعلان کړی دی.
د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.
په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د شنبې تر سهاره اپریل۴ (وري۱۶) پورې ۵۸۹۰۱ کسان مړه کړي او تریو میلیون زیات پرې اخته دي.
دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۱ هېوادونو کې خپور شوی دی.
د مطلب کود: 206846