دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۳
د مطلب کود : 206849
کابل کې د “پي پي اس” یو کارکوونکی ووژل شو
تېره شپه د کابل پغمان ولسوالۍ کې ناپېژنده وسلوالو کسانو د “پي پي اس” پر دوو کارکوونکو برید وکړ، چې یو کس پکې ووژل شو.
کورنیو چارو وزارت وايي، تېره شپه ( جمعه وري ۱۵ ) د کابل ښار پغمان ولسوالۍ کې ناپېژنده وسلوالو د “پي پي اس” پر دوو کارکوونکو ډزې وکړې چې یو یې پکې وواژه او یو بل ټپي شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي، تېر شپه شاوخوا اته نیمې بجې ناپېژنده وسلوالو کسانو د “پي پي اس” پر دوو کارکوونکو برید وکړ، چې د قیام الدین په نوم یو ساتونکی پکې ووژل او یو بل ټپي شوی دی.
پي پي اس ډله د ولسمشر د ساتنې مسؤلیت پر غاړه لري، چې  تېره ورځ یې پر دوو کسانو برید ترسره شوی دی.
پر خواله رسنیو هم د هغه ساتونکي انځور لاس پر لاس کېږي، چې تېره ورځ د کابل پغمان ولسوالۍ کې د وسلوالو لخوا وژل شوی دی
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceep8wojh87vi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته