دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۱
د مطلب کود : 206893
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې له یو شمېر غړو او اداري پلاوي سره په یوه کتنه کې وړاندیز کړی دی چې پخوانی اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دې د افغان سولې د بهیر مشر شي. ولسمشر غني دا وړاندیز د ولسي جرګې له یو شمېر غړو سره په سلامخانې ماڼۍ کې په یوه کتنه کې کړی دی.

ښاغلي‌ غني په خپلو خبرو کې پر پخواني اجراييه رئيس عبدالله عبدالله غږ کړی چې د سولې عالي شورا مشري او مديريت دې پر غاړه واخلي‌ او دا يې له اوسني ‌بحرانه د وتلو لار بللې ده.
د دې په غبرګون کې د عبدالله عبدالله وياند اميد ميثم وويل، ''که دا ستونزه حل نشي موږ به د ټولشموله حکومت په چوکاټ کې خپلې چارې پر مخ بيايوو او ژر به کابينه اعلان کړو''
د ولسي جرګې لخوا د منځګړيتوب پلاوي سره په لیدنه کې ښاغلي غني ویلي چې د قانون په چوکاټ کې سیاسي جوړجاړي ته لېواله دی خو د ده په وینا ''دوه سری'' حکومت ورته د منلو وړ نه دی.‌‌
نوموړي ویلي،‌ په دې رول کې به ښاغلی عبدالله د ولسمشر د مرستيال پروتوکول ولري، او امنيتي امکانات، بوديجه او د پرېکړو کولو بڼه يې ټول د بحث وړ دي.
د
ښاغلي غني همدا راز ویلي، په راتلونکې کابينه کې به ټول افغانان خپل ځانونه وويني، د اهليت او کفايت له مخې به د هېواد مطرح او علمي شخصيتونو ته د خدمت زمينه برابره شي.
 
https://avapress.com/vdcdn90xsyt0zj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته