دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۴
د مطلب کود : 206899
د امریکا په متحده ایالاتو کې د کروبا له کبله تېر څلورویشت ساعتونه تر ټولو خونړي وو چې یوازې په یوه ورځ کې «۱۴۸۰» کسان مړه شوي دي. د امریکا د جانز هوپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۸۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، دا په نړۍ کې لومړی وار دی چې کرونا وبا په دومره موده کې زیات کسانو ژوند اخلي. دغه هېواد کې د ټولو مړو شمېر له ۷زرو پورته شوی دی. د یاد پوهنتون د شمېرو له مخې یوازې په نیویارک ایالت کې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې نږدې ۷۰۰ کسان مړه شوي، چیرته چې د ټولې مړینو شمېر له ۳زرو پورته شو.


د امریکا حکومت پر خلکو د ماسکونو اچول لازمي ګرځولي دي، دوی لارښوونه کړې تر څو لږ تر لږه د پلورلو پرځای له رختونو جوړ ماسکونه واچوي.
په امریکا کې له سفري بندیزونو وړاندې درې نیم ملیونه کسان دغه هېواد ته داخل شوي چې د کرونا زیاتو پېښو لامل ګڼل کیږي.
د جانز هوپکنز پوهنتون احصائیو له مخې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې ۱۵۸۳۷ کسان نور دغه هېواد کې پر کرونا اخته شوي چې په دې سره د ټولو اخته کسانو شمېره له ۲۶۰زرو پورته شو.
بل لوري ته په اسپانیا کې تېره ورځ ۹۳۲ کسان وژل شوي چې د ټولو مړو شمېر نږدې ۱۱زرو ته ورسېد. دغه راز ایټالیا د ۷۶۶ کسانو د مړینې خبر ورکوي چې شمېر یې له ۱۴نیم زرو پورته شو. د برتانیې روغتیا وزارت دغه هېواد کې د ۶۸۴ کسانو د مړینې خبر ورکوي.
 
https://avapress.com/vdcjhme8huqeyoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته