دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۶
د مطلب کود : 206902
وروسته له هغه چې اشرف غني خپل مخالف «عبدالله عبدالله» ته د سولې چارو مدیریت او مشري وړاندیز کړه، د عبدالله عبدالله ټيم نوموړی غیر مشروع بللی او دا وړاندیز یې رد کړی. د عبدالله عبدالله د ټيم ارشد غړي «نوررحمان اخلاقي» له ازادي رادیو سره په خپلو خبرو کې ویلي، چې غني خپله غیر مشروع او لا په داسې مؤقف کې نه دی، چې وړاندیزونه دې وکړي « دا چې ښاغلي غني مشروعیت نه لري، په داسې مقام کې نه دی، چې چا ته دې وړاندیز وکړي، کله چې منځګړي راغلل، څو دغه قضیه هواره کړي، دا زمینه چمتو شوه، څو له یوې سوله ییزه لارې چې په هغه کې عدالت تامین شوی وي، ستونزه حل شي، خو ښاغلي غني له دې فرصت ناوړه استفاده وکړه.»

د عبدالله عبدالله ټیم داسې مهال د غني وړاندیز ردوي، چې تېره ورځ نوموړي په ارګ کې د یوې غونډې په مهال عبدالله عبدالله ته د سولې چارو د زعامت او مدیریت او پلویانو ته یې په کابینه کې د ځای ورکولو وړاندیز وکړ.
غني ددې تر څنګ یاده کړه، چې عبدالله عبدالله ته د ولسمشر د مرستیال په اندازه پروټوکول ورکولای شي او په بودیجه باندې هم ورسره  انعطاف ته تیار دی.
د عبدالله عبدالله او غني تر منځ له ټاکنو په را زېږېدلي بحران میاشتې تېرېږي، خو لا هم دواړه لوري کومې څرګندې مثبتې پایلې ته نه دي رسېدلي.
همدا لا مل وو، چې څه موده وړاندې امریکا له حکومت څخه یو میلیارد ډالر وګرځول او د نورو د ګرځولو ګواښ یې هم وکړ.
لا هم د عبد رب رسول سیاف او کرزي په محوریت د عبدالله او غني تر منځ د جوړجاړي هڅې روانې دي، تېره ورځ هم غني له کرزي، سیاف، یونس قانوني او کریم خلیلي سره لیدلي وو او د هیواد په روان وضعیت یې ورسره خبرې کړې وې.
 
https://avapress.com/vdce7p8wwjh87oi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته