کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو د ازبکستان د وارداتي برېښنا د تارونو جوړولو اجازه ورکړې

17 حمل 1399 ساعت 19:30

تېره شپه پاوکم لس بجې د ازبکستان وارداتي برېښنا تار پرې شوی او د کابل ښار پراخي سیمې په تاریکه کې ډوبي شوي دي.
د برېښنا ریاست وایی چې دغه تار په بغلان ولایت کې د پلخمري ښار څخه په ۳۶ کیلومترۍ کې قطع شویدی چې له امله یې د کابل په شمول د ټولو هغو ولایتونو برېښنا تللي دي چې له دغې برېښنا څخه استفاده کوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته وویل چې تېر کال دغه تارونه سم نه وه رغول شوي چې له امله یې تېره شپه د هوا د خرابۍ له امله یو تار پرې شو.



د نوموړي په وینا، مونږ د برېښنا ریاست تخنیکي او مسلکي کسانو ته اجازه ورکړې تر څو سیمې ته راسي او تار بیرته جوړ کړي، خو د کابل اداره د یوه نظامي کاروان سره سیمې ته راتګ غواړي.
مجاهد وویل که د برېښنا ریاست تخنیکي پرسونل راځي او کار کوي، مونږ ورسره هیڅ مشکل نه لرو، مونږ نه غواړو چې په کابل کې د کرونا وایرس له وجې قرنطین شوي ملکیان نور هم د ستونزو سره مخ شي.
ددې تر مخه د برېښنا ریاست ویاند وحید الله توحیدي رسنیو ته ویلي وه چې د ازبکستان وارداتي برېښنا د جګړې له امله پرې شوې ده.
نوموړي تور پوري کړی وو چې طالبان اجازه نه ورکوي تر څو د برېښنا ریاست کارکوونکي برېښنا دوهم ځلې وصل کړي. خو مجاهد د نوموړي خبرې رد او له خپل اړخه د اجازې اطمینان ورکړ.
 


د مطلب کود: 206903

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/206903/طالبانو-د-ازبکستان-وارداتي-برېښنا-تارونو-جوړولو-اجازه-ورکړې

آوا
  https://www.avapress.com