دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۹:۳۰
د مطلب کود : 206903
تېره شپه پاوکم لس بجې د ازبکستان وارداتي برېښنا تار پرې شوی او د کابل ښار پراخي سیمې په تاریکه کې ډوبي شوي دي. د برېښنا ریاست وایی چې دغه تار په بغلان ولایت کې د پلخمري ښار څخه په ۳۶ کیلومترۍ کې قطع شویدی چې له امله یې د کابل په شمول د ټولو هغو ولایتونو برېښنا تللي دي چې له دغې برېښنا څخه استفاده کوي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته وویل چې تېر کال دغه تارونه سم نه وه رغول شوي چې له امله یې تېره شپه د هوا د خرابۍ له امله یو تار پرې شو.

د نوموړي په وینا، مونږ د برېښنا ریاست تخنیکي او مسلکي کسانو ته اجازه ورکړې تر څو سیمې ته راسي او تار بیرته جوړ کړي، خو د کابل اداره د یوه نظامي کاروان سره سیمې ته راتګ غواړي.
مجاهد وویل که د برېښنا ریاست تخنیکي پرسونل راځي او کار کوي، مونږ ورسره هیڅ مشکل نه لرو، مونږ نه غواړو چې په کابل کې د کرونا وایرس له وجې قرنطین شوي ملکیان نور هم د ستونزو سره مخ شي.
ددې تر مخه د برېښنا ریاست ویاند وحید الله توحیدي رسنیو ته ویلي وه چې د ازبکستان وارداتي برېښنا د جګړې له امله پرې شوې ده.
نوموړي تور پوري کړی وو چې طالبان اجازه نه ورکوي تر څو د برېښنا ریاست کارکوونکي برېښنا دوهم ځلې وصل کړي. خو مجاهد د نوموړي خبرې رد او له خپل اړخه د اجازې اطمینان ورکړ.
 
https://avapress.com/vdcfxvd0mw6dx1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته