دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۰
د مطلب کود : 206904
په هرات کې د انسان تښتوونکیو یوه ډله ونیول شوه
د هرات ولایت پولیسو د انسان تښتوونکیو یوه ډله، چې په دې ولایت کې یې د انسان تښتونې مشري لرله؛ نیولې ده.
د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ دې درې کسیزې ډلې د تښتونې په بېلابېلو پېښو کې لاس درلود او څه موده دمخه یې د ګذرې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو صراف هم برمته کړی و.
یاد کسان له څه وخت راپدیخوا د پولیسو تر څار لاندې ول، چې دا دی د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په ده تپه کلي کې د ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونو دپه ګډو کې ونیول شول.
له نیول شویو انسان تښتوونکیو څخه دوه قبضې لاسي بمونه، ۲۴۳۰۰۰ نغدې افغانۍ، یو شمېر نظامي تجهیزات، مهمات او یو موټر ترلاسه شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgz39xtak9zy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته