دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۱۸
د مطلب کود : 206910
سپيدار:د ټاکنو د پایلو د نه باطلېدو صورت کې به بحثونه بې پایلې وي
د عبدالله عبدالله یو له ویاندویانو وايي تر هغې چې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې باطلې اعلان نه شي، هېواد کې به د یوه ټول ګډونه حکومت د رامنځته کېدو د طرحې په اړه به بحثونه بې پایلې وي.
د عبدالله عبدالله ویاند فریدون خوځون طلوع نیوز ته وايي چې د ټاکنو د پایلو له باطلېدو وروسته، پر هغو طرحو چې د عبدالله عبدالله او اشرف غني د ډلو له خوا مطرح شوي دي، بحث به شونی وي.
هغه په دې اړه زیاته کړه:«لومړی باید د ټاکنو پایلې باطلې کړل شي. له هغې وروسته پر هغې طرحې چې زموږ او د مقابل لوري له خوا وړاندې کړل شوي دي باید بحث وشي، چې یوې هوکړې ته ورسېږو. تر هغې چې پایله لغوه نه شي هر ډول بحث پایلې ته نه رسېږي.»
ولسمشر غني دوه ورځې مخکې د ولسي جرګې له ځينو غړو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې له ښاغلي عبدالله یې غوښتي چې د سولې عالي شورا مدیریت او مشري وکړي او خپل همکاران هم په کابینه کې د غړیتوب په توګه معرفي کړي. 
د عبدالله او غني ترمنځ ټاکنیزو جنجالونو له هغې وروسته زور واخست چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني یې د ټاکنو ګټوونکی اعلان کړ؛ خو عبدالله عبدالله دا پایله ونه منله او وې ویل چې په خپله یو «ټول ګډونه» حکومت جوړوي.
بالاخره دواړو د کپ په ۱۹مه د لوړې جلا مراسم ترسره کړل او ځانونه یې ولسمشران اعلان کړل.
اشرف غني د لوړې په مراسمو کې وویل چې خپله کابینه به له دوه اوونیو وروسته اعلان کړي. دا ډول یې له عبدالله سره د مذاکرې او د دواړو ډلو څخه د کابینې جوړېدو ته لار پرانیستې پرېښوده. خو د یوه حکومت د هوکړې په هکله هڅې پایلې ته ونه رسېدې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم د منځګړیتوب لپاره دوه ځلې کابل ته راغلی و، بریالی نه شو چې دغه سیاسي کړکېچ حل کړي او بالاخره اعلان یې وکړ چې امریکا خپلې یو مېلیارد ډالري مرستې بندوي.
ښاغلي غني اوس د خپلې کابنیې د معرفي کولو بهیر پیل کړی دی. هغه تراوسه درې سرپرست او نوماند وزیران معرفي کړي دي؛ د بهرنیو چارو وزارت لپاره محمد حنیف اتمر، د مالیې وزارت لپاره عبدالهادي ارغندېوال او د اطلاعاتو او کلتور وزارت لپاره ظاهر زهیر معرفي کړي دي.
خو د دغو اختلافونو دوام په داسې حال کې چې هېواد کې د کرونا کړکېچ جدي شوی، هېوادوال په کلکه اندېښمن دي.
ځينې هېوادوال وايي چې د هېواد سیاستوال یوازې خپلو شخصي ګټو ته فکر کوي او د خلکو روغتیا ته پاملرنه نه کوي.
د کابل اوسېدونکی حاجي الله نور په دې اړه وویل:«سیاستوال لس ورځې په افغانستان کې دي او شل ورځې بهر... که چېرې کومه خبره شي افغانستان ته به پاملرنه ونه کړي او که چېرې د هېواد سیاستوالان خپل اختلافونه حل کړي، هېواد ته د مرستو د دوام فرصتونه شته.»
له دې سره هم مهاله د ولسي جرګې ځينې غړي وايي، په اوسني وضعیت کې به نړیوال او په ځانګړې توګه امریکا تر دې ډېر افغانستان ته پام ونکړي او که چېرې افغان سیاستوال خپل اختلافونه یوې خواته کړي؛ نو بیا هم هېواد ته د مرستو د دوام تمه کېږي.
د ولسي جرګې غړی عطاالله دهقانپور په دې اړه څرګندوي:«هغوی (امریکا) وویل که چېرې سیاس ستونزه حل شي موږ چمتو یوو چې مرسته وکړو.»
د ویلو ده چې، تر اوسه څو ځلي افغان سیاستوالانو او د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د امریکا استازو د غني او عبدالله تر منځ د اختلافونو د حل په موخه هڅې کړې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdf90xzyt0zn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته