کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د داعش د خراسان څانګې مشر د ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شو

طلوع نیوز , 16 حمل 1399 ساعت 18:36

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د دغه ریاست ځواکونو، د داعش د خراسان څانګې مشر اسلم فاروقي نیولی دی.



د ملي امنیت د رسنیو دفتر وايي چې اسلم فاروقي د داعش له ۱۹ جنګیالیو سره تېره ورځ (جمعه د وري په ۱۵مه) په کندهار ولایت کې ونیول شو.
د ملي امنیت په اعلامیه کې راغلي دي:«په اسلم فاروقي مشهور عبدالله اورکزی، د داعش ترهګریزې ډلې د خراسان څانګې مشر، دقاري زاهد او سیف الله مشهور په ابو طلحه پاکستاني په ګډون د خپلو ۱۹ نږدې همکارانو سره د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په هدفي عملیاتو کې ونیول شول.»
په دغې اعلامیه کې راغلي دي چې اسلم فاروقي د پاکستان اجنسۍ د اورکزي سیمې د «اخندزاده ګانو» کلي اصلي اوسېدونکی دی.
د ملي امنیت د عمومي ریاست په وینا، اسلم فاروقي له دې مخکې د پېښور ښار پوځي مسوول، د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ په عبدالخېل دره کې د مېشتو داعشیانو قومندان، او په خیبر اجنسۍ کې د داعش د عملیاتو مسوولیت په غاړه درلود.
ملي امنیت همدارنګه وايي چې د ابوسعید باجوړي له وژل کېدو وروسته، په افغانستان کې د داعش د نومول شوي والي په توګه وګومارل شو:«نوموړي له ټولو ترهګریزو ډولو لکه، لښکر طیبه او حقاني شبکې سره نږدې اړیکې لرلې چې دغو اړیکو اوس د داعش ډلې د خراسان څانګې په بېلابېلو کچو کې پراختیا موندلې ده.»
د ملي امنیت د خبرپاڼې بربنسټ، په افغانستان کې د داعش پوځي مسوول، پر معاذ مشهور قاري زاهد په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې په بېلابېلو کتبیو کې د جلب او جذب مسوول پر ابو طلحه پاکستاني مشهور سیف الله هم د نیول شویو په ډله کې دي.
داعش په دې وروستیو کې په افغانستان کې په څو خونړیو بریدونو لاس پورې کړی. دغې دلې په کابل کې د کب په میاشت کې د عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو د برید مسوولیت چې په هغه کې ۳۲ تنه مړه شول، هم منلی دی. څو ورځې مخکې هم په کابل ښار کې د سیک هېودوالو پر عبادت ځای د برید مسوولیت هم منلی چې په دغه برید کې هم پنځه ویشت تنه ووژل شول.
 


د مطلب کود: 206929

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/206929/د-داعش-خراسان-څانګې-مشر-ملي-امنیت-ځواکونو-له-خوا-ونیول-شو

آوا
  https://www.avapress.com