دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۸
د مطلب کود : 206950
الیس وېلز: نړیوالو مرستو لپاره افغانستان کې ټولګډونه حکومت اړین دی
مرکزي او سویلي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، الیس ویلز افغانستان کې پر موجوده سیاسي وضعې نیوکه کړې ده.
اغلې وېلز په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې نړیوالې مرستې افغانستان کې یوې ښې همکارۍ او ټولګډونه حکومت ته اړتیا لري.
د هغې په وینا افغانستان کې داسې وضعیت نړیوالو مرسته کوونکو هیوادونو ته د منلو نه دی.
الیس وېلز افغانستان کې د سیاسي مشرانو ترمنځ جوجاړی غوښتی ترڅو د نړیوالو مرستو دقیق حساب ورکړي.
دا په داسې حال کې دي چې امریکا څه موده وړاندې په افغانستان کې د سیاسي نا ارامۍ له امله د یو میلیارد ډالرو مرسته بنده کړه.
بله خوا په هیواد کې یو شمیر سیاسي څيرو لکهعبدرب رسول سیاف، حامد کرزي، کریم خلیلي او یونس قانوني چې د سیاسي جوړجاړي هڅې یې پيل کړي ویلي چې د دوی هڅې پر سم لوري روانې دي.
 
https://avapress.com/vdchm-niv23nvwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته